موندل

يويشتم سبق

کفاره: عيسىٰ مسيح دَ دُعا طريقه وښودله

د لوقا کتاب ١٨: ٩ – ١٤، د يوحنا کتاب ١٤: ٢٤

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٩ عيسىٰ هغه خلقو ته چه په خپل ځان ئے توکل کاوو چه مُونږ صادِقان يو اَؤ نور ئے سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو، ١٠ ”دوه سړى دَ دُعا دَ پاره دَ خُدائے کور ته لاړل، يو فريسى وو اَؤ بل محصُولچى. ١١ فريسى ودريدلو اَؤ داسے دُعا ئے وکړه، اَئے خُدايه! ستا شکر دے چه زَۀ دَ نورو خلقو په شان نۀ خو حِرصناک، نۀ بد ديانته، نۀ زِناکار اَؤ نۀ لکه دَ دے محصُولچى په شان يم. ١٢ زَۀ په هفته کښے دوه ځله روژے نيسم اَؤ څۀ چه ګټم دَ هغے نه لسمه ورکوم. ١٣ خو محصُولچى لرے ولاړ وو اَؤ پاس آسمان ته ئے ونۀ کتل خو خپله سينه ئے وهله اَؤ وئيل ئے، اَئے خُدايه! په ما رحم وکړه! زَۀ ډير ګُناه ګار يم! ١٤ زَۀ تاسو ته وايم چه هم هغه سړے دَ هغه وړُومبى نه زيات صادِق شوے کور ته بيرته لاړو، ځکه هر څوک چه ځان اُوچتوى، هغه به غريب کړے شى اَؤ څوک چه ځان غريبوى، هغه به اُوچت کړے شى.“

٢٤ تر اوسَ پورے تاسو زما په نُوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ اَؤ دربه کړے شى په دے چه ستاسو خوشحالى مُکمله شى

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org